+ -

عَنْ عَدِيِّ بْنِ حَاتِمٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا سَيُكَلِّمُهُ اللهُ، لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ، فَيَنْظُرُ أَيْمَنَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ أَشْأَمَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلَا يَرَى إِلَّا النَّارَ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ، فَاتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1016]
المزيــد ...

له عدي بن حاتم رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
«مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا سَيُكَلِّمُهُ اللهُ، لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَهُ تُرْجُمَانٌ، فَيَنْظُرُ أَيْمَنَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ أَشْأَمَ مِنْهُ فَلَا يَرَى إِلَّا مَا قَدَّمَ، وَيَنْظُرُ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلَا يَرَى إِلَّا النَّارَ تِلْقَاءَ وَجْهِهِ، فَاتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ». "په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي طرف ته به وګوري، یوازې هغه څه به وګوري چې وړاندې کړي یې دي، او بل (چپ) طرف ته به وګوري او یوازې هغه څه به یې تر سترګو شي چې وړاندې کړي یې دي، او مخامخ به وګوري نو یوازې اور به یې مخ ته وي، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمه خرما سره وي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1016]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هر مؤمن به د قیامت په ورځ خامخا د الله په وړاندې یوازې ودرېږي او دا چې الله تعالی به ورسره له واسطې پرته خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د دواړو تر منځه به کوم ژباړونکی نه وي چې خبرې وژباړي، نو له ډېرې وېرې به ښي او چپ اړخ ته وګوري چې کېدی شي له هغه اور څخه د خلاصون یوه لار ومومي چې مخې ته یې دی. نو کله چې خپل ښي خوا ته وګوري، یوازې هغه نیک عملونه به وګوري چې کړي یې دي، او کله چې خپل کیڼ لور ته وګوري، نو یوازې هغه بد کارونه به وګوري چې وړاندې یې کړي دي، او کله چې خپل مخامخ لورې ته وګوري، نو له اور پرته به بل څه نه ویني، او نه به شي کولای چې لار ترې چپه کړي، ځکه چې مخامخا به د صراط په پله تېرېږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د خپل ځان او اور تر منځه په صدقې او نیک عمل سره یوه پرده وګرځوئ، که څه هم ډېر لږ شی وي لکه: نیمه خرما.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. صدقې ورکولو ته هڅول که څه هم کوچنۍ وي او په نېکو خویونو ځان سمبالول، او په مهربانۍ او نرمو خبرو سره چلند کول.
  2. د قيامت په ورځ بنده ته د الله جل جلاله نږدې کېدل - په داسې توګه چې - په منځ کې به یې نه پرده او نه ژباړونکی وي، نو مؤمن دې د خپل رب د امر له سرغړونې ځان وساتي.
  3. بنده باید هغه څه ته په کمه سترګه ونه ګوري چې خیراتوي یې، که لږ هم وي، ځکه چې یقینا له اور څخه یې ژغورونکی دی.
نور