عن أبي بشير الأنصاري رضي الله عنه "أنه كان مع رسول الله صلى الله عليه وسلم في بعض أسفاره، فأرسل رسولا أن لا يَبْقَيَنَّ في رقبة بَعِيرٍ قِلادَةٌ من وَتَرٍ (أو قلادة) إلا قطعت".
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له أبو بشیر الانصاري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې هغه په ځینو سفرونو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره و، نو یو قاصد یې ولیږه تر څو د هیڅ اوښ په غاړه کې بند او غاړه کۍ - چې له نظر څخه د ساتلو په موخه ور اچول کیږي - پرته له پرې کولو پرې نږدې.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو ځینو سفرونو کې یو څوک ولیږه تر څو له خلکو وغواړي چې د اوښانو په غاړه کې هغه غاړکۍ لیرې کړي چې د نظره نه شي او د آفتونو د مخنیوي په موخه ور اچول کیږي، ځکه دا هغه شرکي عمل دی چې باید لرې شي.