د احادیثو لړلیک

صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي
عربي الإنجليزية الأوردية
الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)
عربي الإنجليزية الأوردية
مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي او یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي
عربي الإنجليزية الأوردية
په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي
عربي الإنجليزية الأوردية
عملونه شپږ دي او خلک څلور ډوله دي، دوه عملونه دي چې واجبوونکي دي، او - بل ډول - سر په سر، او نیکي یو په لس چنده ده، او - بل ډول - نیکي په اووه سوه ده
عربي الإنجليزية الأوردية
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده
عربي الإنجليزية الأوردية
هر چا ته چې د دغو لوڼو پالنه ورپه غاړه شوه، نو نېک چلند يې ورسره وکړو، د اور له عذاب څخه به یې د ساتنې سبب وګرځي
عربي الإنجليزية الأوردية
یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده
عربي الإنجليزية الأوردية
(کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي)
عربي الإنجليزية الأوردية