عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا:
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ وَهُوَ عَلَى المِنْبَرِ، وَذَكَرَ الصَّدَقَةَ، وَالتَّعَفُّفَ، وَالمَسْأَلَةَ: «اليَدُ العُلْيَا خَيْرٌ مِنَ اليَدِ السُّفْلَى، فَاليَدُ العُلْيَا: هِيَ المُنْفِقَةُ، وَالسُّفْلَى: هِيَ السَّائِلَةُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1429]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې په منبر ولاړ و ، د صدقې، تعفف (یعنې له اړتیا پرته د صدقې اخېستلو څخه ډډه کولو) او له خلکو څخه د سوال کولو په اړه وفرمایل: « یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی، لوړ لاس هغه دی چې صدقه ورکوي، او ټيټ لاس هغه دی چې مرسته غواړي».

[صحیح] - [متفق علیه دی] - [صحیح بخاري - 1429]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله په منبر خطبه ورکوله، نو د صدقې ورکولو او له سوال څخه د ځان ساتنې یادونه وکړه او بیا یې وفرمایل: لوړ لاس چې ور کړه کوي او صدقه کوي، د ټيټ لاس څخه چې غوښتنه کوي، غوره او د الله تعالی لپاره محبوب دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. په دې کې د خیر په چارو کې د ورکړې او لګښت فضیلت بیان شوی او د سوال کول بد ګڼل شوي دي.
  2. په حدیث کې ټینګار شوی چې له خلکو باید سوال ونه شي او ځان ترې مستغني او بې پروا شي، او تر څنګه یې باعزته چارو ته هڅوونه او له سپکو چارو ډډه کولو ټینګار شوی دی، او الله تعالی لوړې او باعزته چارې خوښوي.
  3. لاسونه د فضیلت له مخې څلور ډولونه دي: تر ټولو غوره هغه دي چې صدقه ورکوي، بیا هغه چې له اخیستلو څخه ځان ساتي، بیا هغه چې بې غوښتنې څه ترلاسه کوي، او تر ټولو ټیټ هغه دی چې غوښتنه کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (37)
نور