عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضيَ اللهُ عنهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ كَانَ يَقُولُ:
«اللهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى وَالتُّقَى، وَالْعَفَافَ وَالْغِنَى».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2721]
المزيــد ...
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه یې نقل کوي چې هغه به فرمایل:
« اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2721]
د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أسألك الهدى»: یعني اې الله! زه له تا څخه د هدایت سوال کوم، یعني د حق پېژندنه او عمل پرې، «والتقى»: یعني د تقوا غوښتنه کوم، یعني د الله د امرونو اطاعت او د منع شویو کارونو پرېښودل، «والعفاف»: یعني له ناوړه خبرو او عملونو څخه ځان ساتل، «والغنى»: یعني له مخلوق څخه بېنیازي، داسې چې یوازې خپل رب ته محتاج وي، او بل چاته اړتیا ونه لري.