عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رضي الله عنه قَالَ:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ مَا النَّجَاةُ؟ قَالَ: «امْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ، وَابْكِ عَلَى خَطِيئَتِكَ».
[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 2406]
المزيــد ...
له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه عبارت دی وایې چې:
ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه».
[صحيح] - - [سنن ترمذی - 2406]
عقبه بن عامر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې په دنیا او آخرت کې د مؤمن د نجات لاملونه څه دي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې کارونه باید وکړې:
لومړی: خپله ژبه دې له هغه څه نه وساته چې خېر پکې نه وي او له هر ډول بدې وینا څخه، او له ښو پرته بل څه مه وایه.
دویم: په کور کې پاتې شه او په خلوت کې د الله عبادت وکړه، د الله تعالی په اطاعت بوخت اوسه او د فتنو له شر څخه په کور کې ګوښه پاتې شه.
دریم: وژاړه، پښېمانه اوسه، او له خپلو کړو ګناهونو دې توبه وباسه.