+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُ، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ شِبْرًا، تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا، اقْتَرَبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2675]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: «يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُ، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ شِبْرًا، تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا، اقْتَرَبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً». «الله جل جلاله فرمایي: زه د خپل بنده د باور سره یم (چې زما په اړه یې لري) او زه د هغه سره یم کله چې ما یادوي، که چېرته یې له ځان سره یاد کړم؛ زه به یې هم له ځان سره یاد کړم، او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم، زه به یې له هغه څخه په غوره ډله کې یاد کړم، او که چېرته ماته یوه لویشت رانیږدې شي نو زه به یوه څنګل ورنږدې شم، او که چېرته ماته یوه څنګل رانږدې شو نو زه به د دواړو لاسونو په اندازه چې خلاص وي ورنږدې شم، او که هغه ماته په مزل راشي زه به ګړندی ورشم».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2675]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې الله جل جلاله فرمایي:
زه زما په اړه د خپل بنده د باور سره یم، له بنده سره زما په اړه د هغه د ګمان مناسب برخورد کوم؛ په هیله مندۍ او د بخلو په تمې، او هغه څه به ورسره کوم چې زما څخه یې د خېر او یا بل څه تمه لري؛ او زه له هغه سره په رحمت، بریالیتوب، لارښوونې، پالنې او ملاتړ سره یم که هغه زما یادونه وکړي.
که له خپل ځان سره یې یوازې په سبحان الله، لا اله الا الله او داسې نورو سره یاد کړم، زه به یې هم له ځان سره یاد کړم.
او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم؛ زه به یې له هغوی په لویه او پاکیزه ډله کې یاد کړم.
او څوک چې الله تعالی ته د یوې لوېشتي په اندازه ورنږدې شي، الله تعالی به یې (نږدېوالی) زیات کړي او د یوې څنګلې په اندازه به ورنږدې شي.
او که چېرته بنده د څنګلې په اندازه ورنږدې شي، هغه به د خلاصې غېږې په اندازه ورنږدې شي.
او که الله تعالی ته په مزل سره ورشي، هغه به ګړندی ورشي.
که بنده خپل رب ته د هغه په ​​اطاعت او رجوع کولو سره ځان نږدې کړي، نو لوی څښتن به د هغه عمل ته په لیدو زیات ورنږدې شي، ځکه چې بدله د عمل له جنس څخه ده.
نو هر څومره چې د خپل رب په وړاندې د مؤمن بندګي بشپړېږي، څښتن تعالی ورته ورنږدې کېږي، نو د الله ورکړه او ثواب د بنده له عمل او کړاو څخه زیات دی، پایله دا چې د الله تعالی ثواب پر عمل د څرنګوالي او اندازې له اړخه غالب دی.
نو مؤمن نېک ګمان کوي، عمل کوي، ګړندی کېږي او همداسې مخ پر وړاندې ځی تر دې چې د الله سره مخ شي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا هغه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته ویل کېږي، دا هغه ډول حدیثونه دي چې الفاظ او معنا یې دواړه د الله تعالی له طرفه وي، خو د قرآن کریم هغه ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو څخه یې جلا کوي لکه: په تلاوت سره یې عبادت، (د راخیستلو پر مهال یې) پاکوالی مراعتول او دا چې هغه یو عاجزوونکی کتاب دی او داسې نور.
  2. آجري رحمه الله وایي: د حق خاوندان الله تعالی په هغو صفتونو سره یادوي چې هغه پرې ځان یاد کړی، او په هغو چې رسول صلی الله علیه وسلم پرې یاد کړی، او په هغو چې صحابه کرامو رضوان الله علیهم پرې یاد کړی، او دا د پېروو علماوو مذهب دی، نه د هغوی چې بدعت کوي. د وینا پای. نو اهل سنت الله جل جلاله ته هغه نومونونه او صفتونه ثابتوي چې هغه خپله د خپل ځان لپاره ثابت کړي دي؛ پرته له دې چې تحریف پکې وکړي، انکار ترې وکړي، د څرنګوالي په اړه یې پوښتنه وکړي او یا دا چې مثل یې بیان کړي، او هغه څه د الله تعالی څخه نفي کوي چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي دي، او د هغه څه په وړاندې چوپتیا غوره کوي چې د اثبات یا نفي په اړه یې څه نه دي راغلي، الله تعالی فرمایلي: (‌لَيْسَ ‌كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ).د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی.
  3. په الله تعالی دنیک ګمان کولو تر څنګ عمل اړین دی، حسن بصري رحمه الله فرمايي: مؤمن د خپل رب په اړه ښه ګمان لري او ښه عمل کوي، او فاسق د خپل رب په اړه بد ګمان لري او بد عمل کوي.
  4. قرطبی رحمه الله ویلي: ویل کېږي چې د "ظن عبدي بي" معنا دا ده چې د دعا کولو پر مهال یې د قبلېدو ګمان وکړ، او د توبې پر مهال یې د قبلېدو ګمان وکړ، او د استغفار پر مهال یې د بخښلو ګمان وکړ، او د عبادت پر مهال چې په شرطونو برابر وي د الله د وعدې مطابق د بدلې ورکولو ګمان وکړ، له دې امله انسان ته په کار دي په خپلو مسوولیتونو کې زیار وباسي او دا یقین ولري چې الله یې قبلوي او بخښنه ورته کوي؛ ځکه چې هغه په همدې سره وعده کړې ده او هغه ذات له خپلې ژمنې څخه نه په شا کېږي، او که چېرته یې دا باور درلود او یا یې ګمان دا و چې الله یې نه قبلوي او دا ورته ګټه نه لري، نو دا د الله تعالی له رحمت څخه نا امیدي ده او دا لویه ګناه ده او که څوک چې پدې عقیده مړ شو، نو خپل ګمان ته به ورپرېښودل شي لکه څنګه چې د دې حدیث په نورو روایتونو کې راغلي دي چې "زما د بنده چې څه خوښه وي پر ما دې هغه ګمان وکړي "، وایي: او له اصرار سره په بخښني شک کول خالص جهالت او فریب دی.
  5. له خپل ځان سره په زړه او په ژبه ټولو د الله زیات یادولو ته هڅول، داسې چې له الله جل جلاله څخه په نفس او زړه کې ووېرېږي، د هغه لویي او حق راپه زړه کړي، هیله مندي ورته ولري، لویي یې ومني، مینه یې ورسره پيدا شي، ښه ګمان پرې ولري او عمل خاص د هغه لپاره وکړي او په ژبه دا کلمې ووايي: سبحان الله (الله لره پاکي ده)، والحمد لله (الله لره ستاینه ده)، ولا إله إلا الله (له الله پرته بل معبود نشته)، والله أكبر (الله لوی دی)، ولا حول ولا قوة إلا بالله (له الله پرته حالاتو لره بدلوونکی او ځواک نشته).
  6. ابن ابي جمرة ویلي: چا چې د وېرې په حال کې الله تعالی یاد کړ امن به ورکړي، او یا د یوازې والي احساس به ترې لري کړي.
  7. الشبر(لویشت): د لاس د غوړېدو پر مهال د وړې ګوتې له څوکې څخه د غټې ګوتې تر څوکې پورې فاصلې ته وایې، او ذراع: د منځنۍ ګوتې له څوکې څخه د څنګلې د هډوکي تر وروستۍ برخې پورې مسافه ده، او باع: د انسان د دواړو لاسونو تر منځه واټن دی، کله چې لاسونه پرانیځي او په بشپړه توګه غېږ خلاصه کړي (یعنې د دواړو لاسونو مټې، بازوګان او د سینې پراخوالی ټول په بر کې نیسي) چې نږدې د څلورو ذراعو په اندازه راځي.
نور