1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک

عَنِ شُرَيْحٍ بنِ هانِئٍ قَالَ:
سَأَلْتُ عَائِشَةَ، قُلْتُ: بِأَيِّ شَيْءٍ كَانَ يَبْدَأُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ بَيْتَهُ؟ قَالَتْ: بِالسِّوَاكِ.

له شريح بن هاني څخه روايت دی وايي چې:
له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 253

تشریح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې د ورځې او شپې پر مهال به چې هر وخت کې کور ته ننوت، نو پېل به یې په مسواک کاوه.

د حديث له ګټو څخه

  1. په ټولو وختونو کې په عامه توګه د مسواک کارولو مشروعیت، او په ځینو وختونو کې پرې شریعت زیات ټینګار کړی لکه: کور ته د ننوتلو پر مهال، د لمانځه په وخت کې، د اودس کولو په وخت کې، له خوب څخه له راویښېدو وروسته، او کله چې خوله بدبویه شي.
  2. د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د حالاتو او د هغه د سنتو عملي کولو ته د تابعینو د لیوالتیا بیانول، تر څو یې پيروي وکړي.
  3. علم باید له علماوو او هغه چا څخه واخیستل شي چې زیات پوهېږي، لکه څنګه چې له عاېشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالت په اړه پوښتنه وشوه، کله به چې کور ته ننوت.
  4. له خپلې کورنۍ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیک برخورد، چې خپله خوله به یې کور ته د ننوتو پر مهال پاکوله.

د ژباړو راړول

50 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية