عن أبِي هريرة رضي اللَّه عنه: سمعتُ النبِيّ صلى الله عليه وسلم يقول:
«الفِطْرَةُ خمسٌ: الخِتَانُ والاستحدادُ وقصُّ الشَّارِبِ وتقليمُ الأظفارِ وَنَتْفُ الآبَاطِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5891]
المزيــد ...

له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:
«فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 5891]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د مبارک دین پنځه ځانګړنې او د پيغمبرانو سنتونه (طریقې) بیان کړي دي:
د نر د تناسلي آلې د پاسه د اضافي پوستکي پرې کول، او د ښځینه و لپاره د شرمګاه د پوستکي د سر پرې کول چې د دخول د ځای د پاسه دی.
او دویم یې: د نوم د لاندې برخې د وېښتانو لرې کول دي، کوم چې د مخکنۍ شرمګاه شاوخواشاته دي.
او دریم یې : د برېتونو لنډول دي، چې نارینه د پاسنۍ شونډې د پاسه د وېښتانو له لرې کولو څخه عبارت دی، تر څو شونډه ښکاره شي.
څلورم یې د نوکانو لنډول دي.
او پنځم یې: د تخرګ د وېښتانو وېستل دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د پيغمبرانو خویونه - چې الله جل جلاله یې خوښوي، پرې خوشحالیږي او امر پرې کوي - د بشپړتیا، پاکوالي او ښکلا لوري ته بلنه ورکوي.
  2. د دې شیانو پر ځان د لازمولو مشروعیت، او غفلت ترې نه کول.
  3. دا خویونه دیني او دنیوي ګټې لري چې له جملې څخه یې: ظاهري ښکلا، د بدن پاکوالی، د پاکوالي لپاره احتياط، له کفارو سره مخالفت او د الله تعالی د حکم اطاعت.
  4. په نورو حدیثونو کې لدې پنځو څخه ډېر د فطرت خویونه ښودل شوي دي، لکه: ږیره پرېښودل، مسواک وهل او داسې نور.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (59)