+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا». ولمسلم: « أولاهُنَّ بالتُراب».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 172]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا». «کله چې ستاسو څخه د یو چا په لوښي کې سپی څښاک وکړي نو اووه ځلې دې ووینځي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 172]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي هغه لوښی دې اووه ځلي ومينځل شي چې سپي پکې ژبه وهلي وي، داسې چې لومړی ځل یې په خاورو سره وي او ورپسې په اوبو، نو پدې سره به بشپړ پاکوالی رامنځته شي او د نجاست او ضرر مخنیوی به یې وشي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د سپي لعاب خورا ناپاک دی.
  2. په لوښي کې د سپي خوله وهل یې نجسوي، او هغه اوبه هم نجسوي چې په لوښي کې وي.
  3. په خاورو پاکول او پرلپسې اووه ځلې وینځل یوازې په هغه حالت کې دي چې سپی په یو شي کې خوله ووهي، نه دا چې د سپي په متیازو، غایطه موادو او یا نورو چټلیو سره یې ناپاکه کړي.
  4. په خاوره د لوښي د وینځلو طریقه دا ده چې: په لوښي کې به اوبه واچوي او بیا به پکې خاوره واچوي او بیا پرې لوښی وینځل کیږي.
  5. د حدیث ظاهري معنی دا ده چې دا د ټولو سپيو په اړه عمومي دی، حتی که هغه سپی هم وي چې شریعت یې د ساتلو اجازه ورکړې لکه: د ښکار، پېرې او رمې سپي.
  6. صابون او زمۍ د خاورې ځای نه نیسي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاورې په اړه حکم کړی دی.