عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنه:
أَنَّهُ لَقِيَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي طَرِيقٍ مِنْ طُرُقِ الْمَدِينَةِ وَهُوَ جُنُبٌ، فَانْسَلَّ فَذَهَبَ فَاغْتَسَلَ، فَتَفَقَّدَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمَّا جَاءَهُ قَالَ: «أَيْنَ كُنْتَ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ؟» قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، لَقِيتَنِي وَأَنَا جُنُبٌ فَكَرِهْتُ أَنْ أُجَالِسَكَ حَتَّى أَغْتَسِلَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «سُبْحَانَ اللهِ، إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَا يَنْجُسُ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 371]
المزيــد ...
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره د مدینې په یوه لار کې پداسې حال کې مخ شو چې دی د جنابت په حال کې و، نو پناه شو او ولاړ، غسل یې وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ولټاوه، نو کله چې ورته راغی ویې ویل: «ابوهریره چېرته وې؟» هغه وویل: اې د الله رسوله، ته راسره پداسې حال کې مخ شوې چې زه په جنابت کې وم، نو زړه مې ونه غوښتل درسره کښېنم تر څو مې نه وي لامبلي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «سُبْحَانَ الله، مؤمن نه ناپاکه کېږي».
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 371]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې په یوه لاره کې له ابو هریره رضی الله عنه سره مخ شو، حال دا چې ابو هریره رضی الله عنه د جنابت په حال کې و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د احترام په خاطر له هغه سره د جنابت په حال کې ناسته او خبرې کول ناسم وګڼل، پدې ګمان چې ناپاکه دی، نو په پټه ولاړ او غسل یې وکړ، بیا بېرته راغی او کښېناست، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل چې چېرته تللی وې؟ نو خبر یې کړ چې نه یې غوښتل د جنابت له امله د ناپاکۍ په حال کې ورسره کښېني، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حیران شو او ورته یې وفرمایل: مؤمن پاک وي او هېڅکله نه ناپاکه کېږي؛ هغه که مړ وي او یا ژوندی.