+ -

عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه قَالَ:
كُنْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَانْتَهَى إِلَى سُبَاطَةِ قَوْمٍ، فَبَالَ قَائِمًا، فَتَنَحَّيْتُ فَقَالَ: «ادْنُهْ» فَدَنَوْتُ حَتَّى قُمْتُ عِنْدَ عَقِبَيْهِ فَتَوَضَّأَ فَمَسَحَ عَلَى خُفَّيْهِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 273]
المزيــد ...

له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم چې هغه د خلکو یو ډېران ته ورغی او په ولاړه یې ادرار وکړې، زه څنګ ته شوم، راته یې وویل: «رانږدې شه» نو ورنږدې شوم تر دې چې د اوږو سره یې ودرېدم، نو اودس یې وکړ او په موزو یې مسح وکړه.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 273]

تشریح

حذیفة بن الیمان رضي الله عنه روایت کوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره و، هغه صلی الله علیه وسلم غوښتل چې ادرار وکړي، نو د حاجت رفع کولو لپاره د خلکو یو کنډر ته ننوت، کوم ځای کې چې خلک د کورونو له جارو کولو وروسته خاورې او خځلې غورځوي (ډېران)، نو په ولاړه یې متیازې وکړې؛ په داسې حال کې چې معمولا به یې په ناسته کولې.
نو حذیفه رضی الله عنه ترې لرې شو، هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نږدې شه، نو حذیفه ورنږدې شو، تر دې چې شاته یې د پښو وروستۍ برخې (پوندو) سره ودرېد؛ چې د لېدلو په وړاندې یې پرده شي او په هغه حالت کې ورته ونه ګوري.
بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم اودس وكړ او د پښو مينځلو پر مهال یې موزې ونه ویستې او مسح یې پرې وکړه - هغه موزې چې پښو ته اغوستل کیږي او له نرۍ څرمنې او داسې نورو څخه جوړېږي او ښنګري پټوي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر موزو د مسحې کولو مشروعیت.
  2. په ولاړه متیازې کول پدې شرط روا دي چې څه شی ترې وروا نه لوځي.
  3. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډېران غورځولو ځای لدې امله غوره کړ چې هلته ښځلې غورځیږي نو معمولا نرم وي او د متیازو کولو پر مهال سړي ته متیازې نه ور الوځي.