عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤمنين رضي الله عنها قَالَتْ:
كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنَ الجَنَابَةِ، غَسَلَ يَدَيْهِ، وَتَوَضَّأَ وُضُوءَهُ لِلصَّلاَةِ، ثُمَّ اغْتَسَلَ، ثُمَّ يُخَلِّلُ بِيَدِهِ شَعَرَهُ، حَتَّى إِذَا ظَنَّ أَنَّهُ قَدْ أَرْوَى بَشَرَتَهُ، أَفَاضَ عَلَيْهِ المَاءَ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ، ثُمَّ غَسَلَ سَائِرَ جَسَدِهِ، وَقَالَتْ: كُنْتُ أَغْتَسِلُ أَنَا وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ، نَغْرِفُ مِنْهُ جَمِيعًا.

[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل ​​کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ، بیا یې ويښتانو کې ګوتې ننباسلې تر دې چې ډاډه شو چې لاندې پوستکی یې لوند شو بیا یې درې ځلې (مخ ته) اوبه واچولې، بیایې ټول ځان ووینځه او فرمایلي یې دي، ما او د الله رسول صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې را اخېستلې.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله غوښتل له جنابت څخه غسل وکړي نو د لاسونو پر وینځلو به یې پیل وکړ. بیا به یې داسې اودس وکړ لکه څنګه چې د لمانځه لپاره کېږي، بیا به یې وېښتان په لاسونو سره خلال کړل، تر دې چې ډاډمن به شو چې د وېښتانو بېخونه لانده شول او مخ ووینځل شو، بیا به یې په سر درې ځلې اوبه واړولې او د بدن پاتې برخه به یې ومینځله. او عایشې رضي الله عنها فرمایلي چې: ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې راډکولې.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. غسل په دوه ډوله دی: هغه چې غاړه پرې خلاصیږي او بشپړ غسل، کوم چې غاړه خلاصوونکی غسل دی نو هغه داسې دی چې انسان د طهارت نیت وکړي بیا د خولې او پوزې وینځلو په شمول په ټول بدن اوبه واړوي. او بشپړ غسل هغه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غسل په څېر غسل وکړي لکه څرنګه چې پدې حدیث کې بیان شوی دی.
  2. د جنابت اطلاق په هغه چا کېږي چې مني ترې ووځي، یا دا چې کوروالی وکړي که څه هم مني ترې لاړ نه شي.
  3. د ښځې او خاوند لپاره د یو بل شرمګاه ته کتل او له یو لوښي څخه غسل کول روا دي.