عن حمران مولى عثمان أنَّه رأى عثمان دعا بوَضُوء، فأفرَغ على يَدَيه مِن إنائه، فغَسَلهُما ثلاثَ مرَّات، ثمَّ أدخل يَمينَه في الوَضُوء، ثمَّ تَمضمَض واستَنشَق واستَنثَر، ثُمَّ غَسل وَجهه ثَلاثًا، ويديه إلى المرفقين ثلاثا، ثم مسح برأسه، ثمَّ غَسل كِلتا رجليه ثلاثًا، ثمَّ قال: رأيتُ النَّبِي صلى الله عليه وسلم يتوضَّأ نحو وُضوئي هذا، وقال: (من توضَّأ نحو وُضوئي هذا، ثمَّ صلَّى ركعتين، لا يحدِّث فِيهما نفسه غُفِر له ما تقدَّم من ذنبه).
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له حمران - د عثمان له ازاد شوي غلام - څخه روایت دی چې هغه عثمان ولیده چې د اودس لپاره یې اوبه راوغوښتنې، نو له لوښي څخه یې په لاسونو اوبه راتوی کړې او درې ځلې یې ومینځل، بیا یې ښی لاس لوښي ته ښکته کړ، بیا یې خولې ته او پوزې ته اوبه واچولې او پوزه یې سوڼ کړه، بیا یې درې ځلې مخ پرېمینځه، او لاسونه یې تر څنګلو درې ځلې ووینځل، بیا یې په سر مسحه وکړه، بیا یې دواړه پښې درې ځلې ومینځلې،بیا یې وویل: پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې زما د اودس په څېر اودس یې کاوه او وییل یې: چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
پدې حدیث کې د نبي - صلی الله علیه وسلم - د اودس بشپړه طریقه ذکر شوې ده. عثمان - رضي الله عنه - د ښې زده کړې او پوهې خاوند - پکې (صحابه کرامو ته) د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د اوداسه طریقه په عملي بڼه د ښه پوهېدلو په موخه ورزده کړې ده، هغه یو لوښی راوغوښت چې اوبه پکې وې، نو د دې لپاره چې چټل یې نه کړي، لاس یې په اوبه کې دننه نه کړ، بلکه درې ځلې یې اوبه په لاسونو راتوی کړې تر دې چې پاک شول، بیا یې خپل ښی لاس په لوښي کې دننه کړ، اوبه یې پرې راواخستې، او له هغې یې مضمضمه(خوله کې اوبه اچول) او استنشاق(پوزه کې اوبه اچول) وکړل، بیا یې درې ځل خپل مخ ومینځه، بیا یې خپل لاسونه تر څنګلو پورې درې ځلې پریمینځل، بیا یې خپل ټول سر یو ځلې مسح کړ، بیا یې خپلې پښې د ښنګرو سره درې ځلې پریمینځلې، کله چې هغه - رضي الله عنه - د بشپړ عملي اودس څخه فارغ شو، هغوی یې خبر کړل چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې لیدلی و چې د همدې اودس په څېر اودس یې کاوه، او هغه - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړ چې چا د هغه د اودس په څېر اودس وکړ، او دوه رکعته لمونځ یې الله ته د زړه له حضور او عاجزۍ سره وکړ، نو هغه ته به د الله تعالی د فضل او کرم له مخې د دې بشپړ اودس او په اخلاص سره لمونځ کولو بدله ورکړي، چې هغه د مخکنیو ګناهونو بخښل دي.