عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِي كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْمًا، يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 897]
المزيــد ...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«دا په هر مسلمان حق دی چې په هرو اوو ورځو کې یو ځل غسل وکړي، چې په هغه کې خپل سر او خپل ځان ووینځي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 897]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: د طهارت او پاکوالي په موخه په هر عاقل او بالغ مسلمان دا حق دی چې د اونۍ په هرو اوو ورځو کې یوه ورځ غسل وکړي؛ خپل سر او بدن ووینځي، او د دې کار لپاره تر ټولو غوره ورځ د جمعې ورځ ده لکه څرنګه چې له ځینو روایاتو څخه همداسې انګېرل کیږي او د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه څخه مخکې غسل کول تاکیدي مستحب عمل دی، اګر که د پنجشنبې په ورځ یې غسل هم کړی وي مثلا، او دا چې دا عمل واجب ندی دلیل یې د عائشې رضي الله عنها وینا ده چې فرمایي: هغه مهال خلک کاریګر و ، نو کله به چې د جمعې لمانځه ته لاړل نو همغه د کار په بڼه به لاړل: نو ورته وویل شو: "که غسل مو کړی وای "، بخاري روایت کړی، یعنې د خولو او داسې نور بویونه به ترې تلل، خو لدې سره یې بیا هم ورته وویل: "که غسل مو کړی وای" نو له دوی پرته په نورو خلکو خو په طریقه اولی سره واجب ندی.