عن قيس بن عاصم رضي الله عنه قال:
أتيتُ النبيَّ صلى الله عليه وسلم أُريدُ الإسلامَ، فأَمَرَني أن أغتَسِلَ بماءٍ وسِدرٍ.
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي]
المزيــد ...
له قیس به عاصم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم.
صحيح - ابوداود روايت کړی دی
قیس بن عاصم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پداسې حال کې راغی چې غوښتل یې اسلام راوړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې په اوبو او د بېرې په پاڼو سره غسل وکړي؛ ځکه چې پاڼې یې په پاکوالي کې کارول کیږي، او لدې امله چې ښایسته بوی لري.