عَنْ ‌أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِذَا وَجَدَ أَحَدُكُمْ فِي بَطْنِهِ شَيْئًا، فَأَشْكَلَ عَلَيْهِ أَخَرَجَ مِنْهُ شَيْءٌ أَمْ لَا، فَلَا يَخْرُجَنَّ مِنَ الْمَسْجِدِ حَتَّى يَسْمَعَ صَوْتًا، أَوْ يَجِدَ رِيحًا».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِذَا وَجَدَ أَحَدُكُمْ فِي بَطْنِهِ شَيْئًا، فَأَشْكَلَ عَلَيْهِ أَخَرَجَ مِنْهُ شَيْءٌ أَمْ لَا، فَلَا يَخْرُجَنَّ مِنَ الْمَسْجِدِ حَتَّى يَسْمَعَ صَوْتًا، أَوْ يَجِدَ رِيحًا». «کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې کله د لمونځ کوونکي په ګېډه کې څه شی ښکته پورته شي، نو دی پوه نه شي چې آیا څه ترې ووتل که نه ؟ نو د دې لپاره چې بیا اودس وکړي لمونځ دي تر هغه پورې نه پرې کوي تر څو له اودس ماتوونکي لامل څخه ډاډمن شي؛ داسې چې یا د باد غږ واوري، یا بوی حس کړي؛ ځکه چې یقیني شی په شک سره نه باطلیږي، پداسې حال کې چې د ده طهارت یقیني دی او اودس ماتېدل یې مشکوک حالت دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث د اسلام له اصولو څخه یو اصل او له فقهې قواعدو څخه یوه قاعده ده، هغه دا چې : یقین په شک سره له منځه نه ځي، او اصل هر څه په خپل حالت پرېښودل دي، تر دې چې د هغه خلاف شی یقیني شي.
  2. شک په طهارت کې اغېزمن ندی، او لمونځ کوونکی په خپل طهارت پاتې دی تر هغه چې له بې اودسۍ څخه ډاډمن شي.