عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه أن رسول الله -صلى الله وعليه وسلم- قال: «لا ضَرَرَ ولا ضِرَارَ».
[صحيح] - [رواه ابن ماجه من حديث أبي سعيد الخدري -رضي الله عنه- ومن حديث عبادة بن الصامت -رضي الله عنه-. ورواه أحمد من حديث عبادة بن الصامت -رضي الله عنه-. ورواه مالك من حديث عمرو بن يحي المازني مرسلا]
المزيــد ...

له أبو سعید الخدري - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: نه د ضرر رامنځته کول شته او نه بل چاته ضرر رسول.
صحيح - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

دا حدیث په شرائعو کې د اسلام قاعده تمثیلوي، همدارنګه د خلکو تر منځ د اخلاقو او تعامل د اساساتو څرګندونه کوي چې هغه له دوی څخه په بیلابیلو ډولونو او بڼو سره د ضرر مخنیوی دی، نو ضرر حرام دی ، او له منځه وړل یې فرض دي، او ضرر په ضرر له منځه نه وړل کیږي، او ضررونه حرام دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. رسول - صلی الله علیه وسلم - ته جوامع الکلم ورکړل شوي وو، او د دې لپاره شواهد ډیر دي، او دا د هغه - علیه الصلاة و السلام - له ځانګړتیاوو څخه دي.
  2. ضرر به له مینځه وړلای شي.
  3. له بالمثل سزا ورکولو نه د زیاتې سزا ورکولو ممانعت.
  4. الله خپلو بنده ګانو ته په داسې څه امر ندی کړی چې زیان ورته ورسوي.
  5. دلته نفې په معنی د نهې ده یا په بل عبارت جمله خبریه په معنی د انشایه.
  6. په وینا، کړنې او یا پرېښودلو سره د ضرر رسولو حراموالی.
  7. د اسلام دین د خوندیتوب ( سلامتیا ) دین دی.
  8. دا حدیث د شریعت له قواعدو څخه ګڼل کیږي، هغه دا چې شریعت ضرر نه تائیدوي، بلکه ضرر رسول منع کوي .
  9. آیا د ضرر او ضرار ترمنځ توپیر شته او که نه؟ له دوی څخه ځینو ویلي: دا دواړه په یوه معنی دي تکرار د پاره د تاکید دی، خو مشهوره - خبره - دا ده چې تر منځه یې توپیر شته،ویل شوي: چې ضرر اسم او ضرار فعل دی، نو معنی یې دا شوه چې ضرر پخپله په شريعت کې رد شوی دی او له حق پرته بل چاته ضرر اړول هم همداسې دي، او داسې هم ویل شوي چې ضرر: نورو ته ضرر رسول په هغه څه سره چې ده ته یې ګټه ورسیږي او ضرار : بل چاته ضرر اړول دي پرته لدې چې ده ته ګټه ورسیږي، لکه څوک چې داسې یو څه منع کړي چې ضرر یې ورته نه رسیږي خو منع شوی شی پرې ضرر ویني، دا قول یوې ډلې راجح بللی دی چې له دوی څخه: ابن عبد البر او ابن الصلاح دي، او ویل شوي چې ضرر: داسې چاته ضرر رسول دي چې ده ته یې ضرر نه وي رسولی، او ضرار: داسې یو چاته ضرر رسول دي چې له حق پرته یې دته ضرر رسولی وي، په هر حال: پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ضرر او ضرار دواړو څخه په ناحقه منع فرمایلي ده.