عَنْ ‌عَبْدِ اللهِ بْنِ زَيْدٍ رضي الله عنه:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَوَضَّأَ مَرَّتَيْنِ مَرَّتَيْنِ.

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 158]
المزيــد ...

له عبد الله بن زید رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه دوه ځلې اودس وکړ (یعنې هر غړی یې دوه دوه ځلې ووینځه)

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 158]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې ځینې وختونه اودس کاوه د نو اودس هر غړی به یې دوه دوه ځلې وینځه، نو مخ به یې ومینځه - چې پدې کې خوله او پوزه وینځل شامل دي - او دواړه لاسونه او دواړه پښې دوه دوه ځلې.

د حديث له ګټو څخه

  1. د غړو وینځل یو یو ځل واجب دي او کوم چې لدې څخه زیات شي نو مستحب عمل دی.
  2. کله کله د اوداسه د غړو وینځل دوه دوه ځلې هم جواز لري.
  3. سر یو ځل مسح کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)