عَنِ ‌ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ:
تَوَضَّأَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّةً مَرَّةً.

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 157]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی فرمايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه.

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 157]

تشریح

ځینې وختونه به چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم اودس کاوه نو د اودس هر غړی به یې یو یو ځل وینځه، نو مخ به یې ومینځه - چې پدې کې خوله او پوزه وینځل شامل دي - او لاسونه او پښې یو یو ځل، او - په اوداسه کې - همدا واجب اندازه ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. د غړو یو ځل مينځل واجب او تر هغه زيات مستحب دي.
  2. کله کله د غړو مینځل یو یو ځل هم جایز دي.
  3. د سر په مسح کولو کې شرعي طریقه یو ځل مسح کول دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)