عن عَمْرُو بْنُ عَامِرٍ عَنْ ‌أَنَس بن مالك قَالَ:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَوَضَّأُ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ، قُلْتُ: كَيْفَ كُنْتُمْ تَصْنَعُونَ؟ قَالَ: يُجْزِئُ أَحَدَنَا الْوُضُوءُ مَا لَمْ يُحْدِثْ.

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 214]
المزيــد ...

عمرو بن عامر له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کوي فرمایي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه، ما وویل: تاسو به څنګه کول؟ هغه وویل: زمونږ څخه به یو تن تر هغه پورې په - یو اودس سره لمونځونه کول - تر څو به یې چې اودس مات شوی نه و.

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 214]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه لپاره اودس کاوه، اګر که اودس به یې مات شوی هم نه و؛ دا - کار به یې د - اجر او فضیلت د لاسته راوړلو په خاطر کاوه.
په یوه اودس سره له یو فرض لمونځ څخه زیات لمونځونه کول روا دي، تر هغه وخته چې اودس ولري.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر عمل داسې و چې د هر لمانځه لپاره به یې اودس کاوه؛ تر څو بشپړ -اجر تر لاسه کړي -.
  2. د هر لمانځه لپاره اودس کول مستحب دي.
  3. په یو اودس سره له یو څخه زیات لمونځونه کول روا دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)