وعن ابن عمر رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «أحْفُوا الشَّوَارِبَ وأَعْفُوا اللِّحَى».
[صحيح] - [متفق عليه، وهذا لفظ مسلم]
المزيــد ...

او له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی؛ له نبی صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي وایې «بریتونه کمې کړئ او ږیرې اوږدې کړئ».
صحيح - متفق عليه دی، او دا لفظ د مسلم دی

تشریح

د حدیث معنا: مسلمان ته امر شوی چې خپل بریتونه واخلي او له څلویښتو ورځو یې زیات پرې نږدي تر دې چې د حد نه اوږده نه (یعنې که څلوېښت ورځو نه مخکې له حد نا زیات اوږده شول باید کم یې کړي)؛ دلیل یې د مسلم روایت دی له أنس رضي الله عنه څخه : د بریتو اخستلو، نوکانو لنډولو، د تخرګونو د ویښتانو ویستلو او د شرمګاه د ویښتانو لرې کولو لپاره مونږ ته وخت ټاکل شوی دی چې له څلویښتو ورځو به یې زیات نه پریږدو. او د ابو داود په روایت کې دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د شرمګاه د ویښتانو لرې کولو، نوکانو د لنډولو او د بریتو د کمولو لپاره څلویښت ورځو کې یو ځل وخت ټاکلی دی. او د احمد او نسائي په روایتونو کې داسې راغلي دي "هغه څوک چې خپل بریتونه نه اخلي، له موږ څخه نه دی." او شیخ الباني رحمه الله په صحیح الجامع الصغیر کې -دا حدیث- او ورپسې الفاظ یې صحیح ګڼلي؛ (2/1113) (6533) شمېره حدیث. نو له برېتو اخستلو څخه به ځان ډاډمنوي، برابره ده که له بیخه یې کینوي تر دې چې د پوستکي سپینوالی یې معلوم شي او یا دا چې دومره ترې واخلي چې په شونډو وراوړیدلي وي، هغه چې کیدی شي خواړه ورپورې ونخښلې. " وإعفاء اللحية " او د ږیري پرېښودل، او ږیره: ژبه پوهان وایې: دا د مخ ويښتان او د ژامې پر دوو هډوکو - راشنه شوي - ویښتان دي يعنې: د مخونو او کومو ویښتان، نو دا ټول د ږيرې برخه ده، او له لویولو څخه یې موخه: پریمانه پرېښودل دي چې نه یې کله کړي او نه یې کمه، نه لږه او نه ډیره، ځکه چې اعفاء؛ له کثرت؛ یعنې ډیروالي څخه اخستل شوې ده، نو ږیره پریږدئ او زیاته یې کړئ، پدې سره موخه دا ده چې: ږیره پرېښودل شي او ډیره شي، او له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه ډیر حدیثونه راغلي دي چې په بېلابیلو الفاظو سره یې په پرېښودلو او زیاتولو امر کوي، پدې الفاظو سره: "وفروا" یعنې زیاته یې کړئ، همدا رنګه د : " أرخوا " یعنې پرې یې ږدئ تر څو لاندې زوړند شي، همدا رنګه د : " أعفوا " لفظ راغلی دی چې معنی یې ده : پرې یې ږدئ او کار ورسره مه لرئ، نه په لنډولو او نه کمولو سره. دا ټول الفاظ د ږیري په پرېښودلو او لویولو دلالت کوي او دا چې باید کار پرې ونه لرل شي. د فارسیانو له عادتونو څخه یو هم د ږیرو لنډول و، نو شریعت لدې څخه منع وفرمایله، لکه په بخاري کې چې د ابن عمر حدیث د " خالفوا المشركين.." په الفاظو سره راغلی دی، یعنې د مشرکانو مخالفت وکړئ، دا امر د مشرکانو په مخالفت سره دږیري د پریښودلو پر وجوب دلالت کوي، او اصل - له نورو سره په ځان - تشبیه کولو کې حرمت دی، او پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: چا چې ځان د کوم قوم سره تشبیه کړ، نو هغه له هغوی څخه دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ږیري د کلولو او لنډولو حرمت او د پرېښودلو واجبوالی، د برېتو پر خلاف، چې له هغې څخه اخستل کیږي)
  2. له برېتو څخه اخستل واجب دي او پرېښودل يې روا نه دي، که د شونډې له لاندې - برخې - څخه وي او يا د ټولو په کمولو سره.