1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو

عَنْ زَيْنَبَ بِنْتِ جَحْشٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ عَلَيْهَا فَزِعًا يَقُولُ:
«لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ، فُتِحَ اليَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ» وَحَلَّقَ بِإِصْبَعِهِ الإِبْهَامِ وَالَّتِي تَلِيهَا، قَالَتْ زَيْنَبُ بِنْتُ جَحْشٍ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ: أَنَهْلِكُ وَفِينَا الصَّالِحُونَ؟ قَالَ: «نَعَمْ إِذَا كَثُرَ الخَبَثُ».

له زینب بنت جحش رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویره کې هغې ته ورغی او ویې فرمایل:
«له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو» بیا یې خپله غټه او ورسره ګوته حلقه کړې(یعنې لږه برخه یې پاتې شوه)، زینب بنت جحش رضي الله عنها فرمایي نو ما وویل چې ای د الله رسوله! آیا موږ به هلاک شو په داسې حال کې چې زموږ په مینځ کې صالح خلک دي؟ ويې ويل: «هو، کله چې فسق او فجور زیات شي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 3346

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د زينب بنت جحش رضي الله عنها (کور) ته په داسې حال کې ورغی چې وارخطا او ویریدلی و، او ویل یې: (لا إله إلا الله) غوښتل یې د یوې بدې پېښې له پېښېدو خبر ورکړي، چې د خلاصون بله لاره نشته پرته لدې چې الله تعالی ته پناه یوسي، بیا هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د عربو لپاره هلاکت دی د هغه شر له امله چې پېښېدل یې نږدې شوي دي، نن ورځ د یاجوج او ماجوج بند چې ذوالقرنین جوړ کړی و، پدې اندازه پرانستل شو او خپله غټه او مسواکۍ ګوته یې سره حلقه کړې. نو زینب رضي الله عنها وفرمایل: څنګه به الله موږ هلاکوي پداسې حال کې چې په مونږ کې صالح مؤمنان دي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: کله چې فسق، فجور، ګناهونه، زنا، شراب او داسې نورې پلیتۍ زیاتې شي بیا ټول تباه کیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ویرې له امله وارخطایي د الله تعالی له یادولو څخه د مؤمن زړه نه بوختوي؛ ځکه چې د الله تعالی په یاد سره زړونو ته سکون پیدا کیږي.
  2. د ګناهونو پر منع کولو ټېنګار او مخنیوی یې کول چې واقع نه شي.
  3. عام هلاکت هغه مهال رامنځته کیږي چې ګناهونه زيات شي، په خلکو کې عام شي او هېڅوک ترې منع کول نه کوي، که څه نېکان خلک ډېر وي.
  4. مصیبت په نېکانو او فاسدانو ټولو راځي، خو هر سړی به د خپل نیت سره راژوندی کیږي.
  5. پدې وینا سره چې " عربانو ته هلاکت دی د هغه شر له امله چې نږدې شوی دی" رسول الله صلی الله علیه وسلم عربان ځکه په ځانګړې توګه یاد کړل چې هغه مهال دوی اکثريت هغه کسان وو چې اسلام یې قبول کړی و.

د ژباړو راړول

52 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية