عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «أتدرون ما الغِيبَةُ؟»، قالوا: الله ورسوله أعلم، قال: «ذكرُك أخاك بما يكره»، قيل: أرأيت إن كان في أخي ما أقول؟ قال: «إن كان فيه ما تقول فقد اغْتَبْتَهُ، وإن لم يكن فقد بَهَتَّهُ».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له ابوهريره - رضي الله عنه څخه روايت دی،(هغه) له نبي -صلی الله عليه وسلم - څخه روايت کوي چې فرمايلي يې دي : آيا پوهيږئ غيبت څه دی؟ ويې ويل: الله او رسول يې ښه پوهيږي، ويې فرمايل: په هغه څه سره دې د ورور يادول چې هغه يې خوښ نه ګڼي.
وويل شول: خبر راکړه که په ورور کې مې هغه څه وي چې زه يې پسې وايم؟ ويې فرمايل: که چيرته هغه څه پکې وي چې ته يې وايې نو غيبت دې وکړ او که نه وي نو تور ( بهتان) دې پرې پورې کړ.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
پدې حديث کې نبي - صلی الله عليه وسلم - د غيبت حقيقت بيانوي، چې هغه: د غائب مسلمان يادول دي په هغه څه سره چې هغه يې خوښ نه گڼي، برابره خبره ده که له ذاتي صفتونو څخه يې وي او يا اخلاقي، اګر که دا صفتونه پکې هم وي، خو که چيرته پکې ياد صفتونه نه وي، نو د حرام غيبت سره دې په هغه انسان بهتان او دروغ تړل يو ځای کړل چې پکې نشته