عَن أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيُمْسِكْ بِيَدِهِ عَلَى فِيهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَدْخُلُ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2995]
المزيــد ...
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی کوي، نو په خوله دې لاس کیږدي، ځکه چې شیطان ننوځي.
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2995]
نبي ﷺ هغه چا ته لارښوونه کړې چې د سستۍ او یا زیاتو خوراک له امله خوله وازی کوي چې خپل لاس دې پر خوله کېږدي او خوله دې بنده کړي، ځکه که چېرته یې خوله خلاصه پاتې شي نو شیطان ورننوځي، نو لاس اېښودل یې د داخلېدو مخنیوی کوي.