عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: "إن الرقى والتمائم والتِّوَلَة شرك".
[صحيح] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد]
المزيــد ...

له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اوریدلي دي چې فرمایي:" (غیر شرعي) دمونه، تعویذ او کوډې شرک دی".
صحيح - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبرداری ورکوي چې له دې شیانو څخه د ضرر د مخنیوي او یا د ګټې د لاسته راوړلو په موخه له الله تعالی پرته کار اخیستل شرک دی، ځکه یوازې الله تعالی د ضرر د مخنیوي او خیر رسولو واک لري، او د دې خبر معنی د نهې ده(جمله خبریه په معنی د انشاییه، دمونه چې په تعویذ؛ پر کاغذ د شکلونو د ویستلو په بڼه وي، او تمائم؛ هغه مرۍ او داسې نور چې پر ماشومانو راځړول کیږي، او توله؛ هغه کوډې چې د ښځې او خاوند تر منځ د محبت زیاتولو په موخه جوړیږي؛ دا ټول الله تعالی سره شرک دی، او روا دمونه هغه دي چې درې شرطونه ولري: لومړی: دا عقیده ونه ساتي چې دا - شیان - له الله پرته په خپله ګټور دي، که چېرته یې دا باور درلوده چې دا په خپله له الله پرته ګټه رسوي نو حرام دي، بلکه شرک دی، بلکه دا باور به ساتي چې دا یو سبب دی چې د الله له اجازې پرته ګټه نه رسوي، دویم: چې د شریعت خلاف نه وي، همدا رنګه که د غیر الله بلنه پکې وي، او یا له پیریانو مرسته غوښتل او دې ته ورته نور دا ټول حرام دي، بلکه شرک دی، دریم: چې د پوهیدو وړ وي، که د کوډو او جادو يو ډول وي نو روا نه دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د عقیدې پر ساتنه ټینګار له هغه څه نه چې خرابوي یې، اګر که ډیر خلک یې سره کاروي.
  2. په - حدیث کې - دې یادو شیانو کارول حرام دي.
  3. کوم شرک چې په احادیثو کې بیان شوی، آیا کوچنی شرک دی که لوی؟ موږ وايو: د هغه څه له مخې چې انسان یې ترې غواړي: که په دې عقيده وي چې د مينې لامل الله - تعالی - دى. نو دا کوچنی شرک دی، او که باور یې درلوده چې دا په خپله کار کوي - یعنې له الله پرته - نو دا لوی شرک دی.
  4. د ( غیر شرعي ) دمونو حراموالی، او دا چې هغه له شرک څخه دي مګر هغه چې شرعي بڼه ولري.
نور