1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ»، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي، مګر دا چې الله به یې روغ کړي، -خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي-

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ عَادَ مَرِيضًا، لَمْ يَحْضُرْ أَجَلُهُ فَقَالَ عِنْدَهُ سَبْعَ مِرَارٍ: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ، إِلَّا عَافَاهُ اللَّهُ مِنْ ذَلِكَ الْمَرَضِ».

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ»، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي، مګر دا چې الله به یې روغ کړي، -خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي-.

صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی سنن ابو داود - 3106

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هېڅ مسلمان د بل ناروغ مسلمان پوښتنې ته نه ورځي چې اجل یې پوره شوی نه وي او دا دعا پرې نه وایي - چې (أسأل الله العظيم) د هغه الله نه سوال کوم چې په ذات، صفاتو او افعالو کې لوی دی(رب العرش العظيم أن يشفيك) د لوی عرش خاوند دی چې تا روغ کړي، او اووه ځلې یې پرې وویله - مګر دا چې الله به یې له هغه مرض نه ورغوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پدې دعا سره ناروغ ته دعا کول او اووه ځلې یې تکرارول.
  2. د الله تعالی په اجازه د هغه چا رغېدنه حتمي ده چې دا دعا پرې وویل شي، خو چې له صدق او خېر غوښتنې له مخې وي.
  3. دا دعا به پټه او ښکاره وایي، ځکه هره بڼه یې جایزه ده، خو چې ناروغ ته یې ور واوروي غوره او افضله ده، ځکه پدې سره خوشحالېږي.

د ژباړو راړول

45 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية