عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رضي الله عنه عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ:
«مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ الْمُؤَذِّنَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

سعد بن أبی وقاص رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي:
چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ. یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې له مؤذن څخه د اورېدو پر مهال ووایي: "أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له" یعنې، زه اقرار کوم او خبر ورکوم چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او له هغه پرته بل هر معبود باطل دی، "وأن محمدًا عبده ورسوله" او محمد د الله بنده او رسول دی یعنې محمد صلی الله علیه وسلم بنده دی؛ عبادت یې نه کیږي، او رسول دی دروغ نه وایی. "رضيت بالله ربًّا" زه په الله د څښتن په توګه راضي یم، یعنې د هغه په ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو. "وبمحمد رسولًا" او په محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه، یعنې، د هر هغه څه سره چې هغه رالیږل شوی او موږ ته یې رارسولي دي. "وبالإسلام" او په اسلام، یعنې د اسلام له ټولو حکمونو او منهیاتو سره، "دينًا" یعنې باور او پيروي په توګه، "نو هغه ته یې ګناهونه وبخښل شول،" یعنې: له وړو ګناهونو څخه.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د اذان پر مهال د دې دعا تکرارول د ګناهونو کفاره ده.