عن أبي مسعود البدري رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «مَنْ قَرَأَ بِالآيَتَيْنِ مِنْ آخر سُورَةِ البَقَرَةِ في لَيْلَةٍ كَفَتَاه».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

أبو مسعود البدری - رضي الله عنه - له نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: « چا چې په شپه کې د البقرې سورت دوه وروستي آیتونه ولوستل ورته بسنه کوي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې چا د شپې مهال له خوب نه وړاندې د البقره سورت دوه وروستي آیتونه ولوستل نو الله تعالی به یې په سبب ورته له هر شر او ناوړه پېښې بسنه وکړي، او په معنا کې یې داسې هم ویل شوي: چې د قیام اللیل څخه به ورته بسنه وکړي، یا دا چې د ټولو اذکارو څخه به ورته بسنه وکړي، هدف یې دا و چې لږ تر لږه په تهجدو کې د قراءت لوستلو پر ځای ورته - همدا دوه - آیتونه بسنه کوي، او داسې نور. او دا ټول چې یاد شول صحیح دي - د حدیث - لفظ ورته شاملیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د البقره سورت د وروستۍ برخې فضیلت.
  2. د البقره سورت وروستۍ برخه - ویونکی - له هر ډول بدي پېښې، شر او شیطان څخه ساتي، کله یې چې د شپې ولولي.