عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «مَنْ قَرَأ حَرْفاً مِنْ كِتاب الله فَلَهُ حَسَنَة، والحَسَنَة بِعَشْرِ أمْثَالِها، لا أقول: ألم حَرفٌ، ولكِنْ: ألِفٌ حَرْفٌ، ولاَمٌ حَرْفٌ، ومِيمٌ حَرْفٌ».
[صحيح] - [رواه الترمذي]
المزيــد ...

له أبو مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: « چا چې د الله له کتاب څخه یو حرف (توری) ولوست نو په هغې سره نیکي ورکول کیږي او یوه نیکي په لس چنده ده، زه نه وایم چې: (الم) یو حرف دی، مګر: الف یو حرف، لام بل حرف او میم بل حرف دی».
صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

ابن مسعود - رضي الله عنه - پدې حدیث کې روایت کوي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی دی چې هر مسلمان د الله له کتاب څخه یو حرف ولولي، نو د یو حرف ثواب یې لس نیکۍ دی، او دا وینا یې چې "لا أقول الم حرف" یعنې زه نه وایم چې د الم کلمه چې د دریو تورو ټولګه ده یو حرف دی، بلکه الف یو حرف، لام بل حرف او میم بل حرف دی، نو ویونکي ته یې دېرش نیکۍ ورکول کیږي، او دا یو لوی نعمت او لوی اجر دی، نو انسان ته په کار دي چې د الله - تعالی - د کتاب زیات تلاوت وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د قرآن کریم په تلاوت ټینګار.
  2. د لوستونکي لپاره په هر توري له هرې کلمې څخه چې لولي یې څو چنده نیکۍ ورکول کیږي.
  3. د حرف ( توري ) د معنا بیان، او د تورې او کلمې تر منځ توپير.
  4. د الله د رحمت او سخاوت پراخوالی، چې بنده ګانو ته د خپل فضل او کرم له مخې څو چنده ثواب ورکوي.
  5. د دې ثبوت چې د الله کلام په غږ او حرف سره دی.