1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. قرآن کریم او علوم یې

حدیث څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه

عن أبي الدرداء رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الكَهْفِ، عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ». وفي رواية: «مِنْ آخِرِ سُورَةِ الكَهْف».

له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 809

تشریح

نبي ﷺ خبر ورکړی چې څوک د الکهف سورت له پېل څخه لس آیتونه له یادو زده کړي، هغه به د دجال له فتنې نه وساتل شي، خوندي او محفوظ به پاتې شي کوم چې د قیامت نه مخکې راوځي او د الوهیت دعوه به کوي، او د هغه فتنه به په ځمکه کې تر ټولو لویه فتنه وي؛ د حضرت آدم علیه السلام نه تر قیامته پورې، ځکه الله تعالی به هغه ته داسې خارق‌العاده کارونه ورکړي چې پرې خلک غولوي او ازمايي، خو د الکهف سورت په پېل کې داسې عجیبې پیښې او نښانې شته چې له فتنو ډېرې لوی دي چې دجال پرې خلک تېر باسي، نو څوک چې دا آیتونه په غور سره ولولي او پرې پوه شي، هغه به د دجال په فتنه کې نه لوېږي. او په یوه بل روایت کې راځي چې: د الکهف سورت وروستي لس آیتونه چې دې آیت څخه پیلېږي: {أَفَحَسِبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَن يَتَّخِذُواْ...}.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الکهف سورت د فضیلت بیان او دا چې پيل او یا پای یې له دجال څخه د بچ کېدو لامل ګرځي.
  2. د د جال په اړه معلومات او دا چې څه شی ترې انسان ژغورلی شي.
  3. د الکهف سورت بشپړ حفظولو ته هڅونه، که یې نه شو کولی نو لس لومړي او لس وروستي آیتونه دې حفظ کړي.
  4. القرطبي د دې د لامل په اړه ویلي چې: ویل کېږي د اصحاب الکهف کېسه ډېره حیرانوونکې او له عبرت نه ډکه ده، نو څوک چې دې کیسې ته غور وکړي، د دجال حالت به ورته حیرانوونکی نه ښکاري، او دجال به یې ګمراه نه کړي، همدارنګه ویل شوي چې د قرآن په هغه آیت کې چې الله تعالی فرمایلي: {لينذر بأسًا شديدًا من لدنه} یعنې: تر څو خلكو ته د الله تعالی د سخت عذاب اخطار وركړي) د دجال د فتنې د شدت او د هغه د خدایتوب له ادعا سره سمون خوري، له همدې امله، رسول الله ﷺ د دجال خبره لویه ګڼلې، خلکو ته یې خبرداری ورکړی، او د دجال له فتنې څخه یې پر الله پناه غوښتې ده، نو د حدیث معنا به داسې شي چې څوک چې دغه آیتونه ولولي، تدبر پکې وکړي او پر معنا یې ځان پوه کړي، نو ترې به ووېرېږي او له فتنې به یې خلاص شي.

د ژباړو راړول

46 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية