عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤْمنينَ رَضيَ اللهُ عنها قَالَت:
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أَتَى الْمَرِيضَ يَدْعُو لَهُ قَالَ: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2191]
المزيــد ...
له عایشې — د مؤمنانو مور — رضی الله عنها څخه روایت دی، هغې ویلي:
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو د هغه لپاره به یې دعا کوله، او ویل به یې: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، ای د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2191]
کله به چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو وبه یې ویل: ای الله! (أذهب) بوځه او لرې کړه (البأس) ناروغي او د ناروغۍ سختي، (رب الناس) ای د خلکو ربه! د دوی خالق او روزونکیه؛ (واشف) شفا ورکړه، (أنت) ته پاک ذات یې، (الشافي) ته یوازینی شفا ورکوونکی یې؛ زه تاته ستا شفا ورکوونکی نوم وسیله کوم، (لا شفاء)؛ شفا نشته، (إلا شفاؤك) مګر ستا شفا او عافیت؛ (شفاء) هغه بشپړه شفا، (لا يغادر) چې نه پریږدي، (سقمًا) هیڅ ډول ناروغي.