+ -

عَنْ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ سَلَامٍ رضي الله عنه قَالَ: لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ انْجَفَلَ النَّاسُ قِبَلَهُ، وَقِيلَ: قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ، قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ، ثَلَاثًا، فَجِئْتُ فِي النَّاسِ لِأَنْظُرَ، فَلَمَّا تَبَيَّنْتُ وَجْهَهُ، عَرَفْتُ أَنَّ وَجْهَهُ لَيْسَ بِوَجْهِ كَذَّابٍ، فَكَانَ أَوَّلُ شَيْءٍ سَمِعْتُهُ تَكَلَّمَ بِهِ أَنْ قَالَ:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَفْشُوا السَّلَامَ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ، وَصِلُوا الْأَرْحَامَ، وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ، تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلَامٍ».

[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن ابن ماجه: 3251]
المزيــد ...

له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو خلک يې مخې ته ورټول شول او داسې ویل کېدل چې: د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! درې ځلې. نو زه په خلکو کې ورغلم چې ویې ګورم، کله چې ما د هغه مخ ولید نو پوه شوم چې د درواغجن سړي مخ نه دی، نو لومړی شی چې ما له هغه څخه واورېد دا و چې ویې ویل:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَفْشُوا السَّلَامَ، وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ، وَصِلُوا الْأَرْحَامَ، وَصَلُّوا بِاللَّيْلِ وَالنَّاسُ نِيَامٌ، تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِسَلَامٍ». «اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ».

[صحيح] - - [سنن ابن ماجه - 3251]

تشریح

کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغى او خلکو وليد، نو خواته یې ورچابک شول، له دوی څخه یو تن عبد الله بن سلام یهودی هم و ، نو کله یې چې ولید، پوه شو چې مخ یې د درواغجن سړي نه دی، ځکه چې رڼا، ښکلا، وقار او ریښتینولي پکې له ورایه برېښېده. نو لومړی هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې واورېدل دا و چې خلک یې داسې کارونو ته هڅول چې جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي لکه:
لومړی: د سلام ډالۍ خپرول، دا صفت په ډاګه کول او د هر چا پر وړاندې یې زیات کارول که هغه پېژنې او یا نه.
دویم: په صدقې، ډالیو او میلمه پالنې سره خواړه ورکول.
دریم: له هغه چا سره اړیکې پالل چې د مور او یا پلار له اړخه دې خپلوان وي.
څلورم: د شپې لمونځ په داسې حال کې چې خلک ویده وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دمسلمانانو په منځ کې د سلام اچولو ډالۍ خپرول، او له مسلمانانو پرته چې نور خلک دي نو لومړی ورته سلام نه اچول کیږي او که چېرته یې درته وویل چې السلام علیکم، نو یوازې په وعلیکم سره باید جواب ورکړل شي.