عن معاوية رضي الله عنه قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول:
«مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ، وَاللهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الْأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللهِ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 71]
المزيــد ...
له معاویة - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې:
«د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلاله پر دین تل تر تله ثابت وي - هېڅ مخالف به یې ورته ضرر نه شي رسولای - تر څو چې قیامت قائم شي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 71]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله چې د چا لپاره د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې پوهه ورکوي او دا چې هغه (صلی الله علیه وسلم) د رزق، علم او نورو شیانو - چې الله تعالی هغه ته ورکړي - تقسیموونکی دی؛ او ورکونکی په حقیقت کې الله دی او له ده پرته نور ټول اسباب دي چې د الله جل جلاله له اجازې پرته ګټه نه رسوي او دا امت به تر هغه وخته پورې د الله پر دین ثابت پاتې شي -څوک چې د دوی مخالفت کوي دوی ته به زیان ونه رسوي- تر هغه وخته پورې چې قیامت راشي.