عن أبي أيوب رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «مَنْ قَالَ: لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ عَشْرَ مَرَّاتٍ كَانَ كَمَنْ أَعْتَقَ أَرْبَعَةَ أَنْفُسٍ مِنْ وَلَدِ إسْمَاعِيلَ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
أبو أیوب - رضي الله عنه - له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: چا چې لس ځلې : (لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) وویل - دا به داسې وه لکه د اسمعیل - علیه السلام - له اولادې څخه یې چې څلور نفسونه (مریان) آزاد کړي وي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
دا حدیث په توحید د اقرار له امله د دې ذکر د فضیلت دلیل دی، او هغه څوک یې چې د پوهې سره لس ځلې ووایي او په غوښتنه یې عمل وکړي نو ثواب یې د هغه چا د ثواب په څیر دی چې د اسماعیل بن ابراهیم -علیهما الصلاة والسلام - له اولادې څخه یې څلور مریان (غلامان) آزاد کړي وي.