عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6405]
المزيــد ...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6405]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې په ورځ کې سل ځلې «سبحان الله و بحمده»: ووایي؛ د هغه ګناهونه به وبخښل شي او له مینځه به لاړ شي، که څه هم د سمندر د پاسه د سپین ځګ په څېر زیات وي؛ کله چې په څپو او هیجان راشي.