عن سعد بن أبي وقاص –رضي الله عنه- مرفوعاً: "إنَّ اللهَ يُحبُّ العَبدَ التقيَّ الغنيَّ الخفيَّ".
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له سعد بن أبي وقاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: " یقینا چې الله تعالی پرهیزګاره، بډایه، او پټ بنده خوښوي".
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

پيغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه بنده صفتونه بیانوي چې الله تعالی یې خوښوي نو ویې فرمایل: "إن الله يحب العبد التقي الغني الخفي" التقي: هغه چاته ویل کیږي چې د الله تعالی څخه ویریږي نو اوامر یې پر ځای کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، نو فرضونه ادا کوي او له حرامو ځان ساتي، سره لدې په غني یعنې بډایه سره ستایل شوی، ځکه چې د خلکو څخه یې ځان راټول کړی او په الله غني ذات یې بسنه کړې، د خلکو څخه هیڅ نه غواړي، او نه خلکو ته په ځان ذلیله کولو سره ودریږي، بلکه هغه له خلکو څخه غنی دی او په الله غني ذات یې تکیه کړې، له هغه پرته بل چاته نه ګوري، او هغه پټ دی ځان نه ښکاره کوي او د دې پروا نه ساتي چې خلکو ته دې ځان وښایي، او یا دا چې په ګوتو ورته اشاره وشي، او یا یې په اړه خلک خبرې وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی د پیروۍ له ملتیا سره له خلکو څخه د ګوښه کېدو فضیلت، کله چې د فتنې او د خلکو د فساد ویره موجوده وي.
  2. د هغه صفتونو بیان چې بنده سره د الله تعالی د محبت لامل ګرځیي، او هغه تقوا، تواضع یعنې عاجزي او د الله تعالی په ویش باندې خوښي ده.
  3. الله تعالی ته د محبت د صفت ثبوت - لکه څرنګه چې د هغه د شان سره ښایې - او دا چې الله خپل منونکي بنده خوښوي.
نور