عن عائشة رضي الله عنها مرفوعاً: «اللهم من وَلِيَ من أمر أمتي شيئاً، فشَقَّ عليهم؛ فاشْقُقْ عليه».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له عائشې -رضي الله عنها - څخه مرفوع روایت دی: «یا الله! چا چې زما د امت د چارو مسؤولیت په غاړه واخسته او پر هغوی یې سختي وکړه نو ته په هغوی باندې سختي وکړه».
صحيح - مسلم روايت کړی دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بد دعایۍ سره په حدیث کې د هغه چا لپاره سخت ګواښ شوی دی چې د مسلمانانو له چارو یې یوه په لاس کې اخیستې وي، لویه وي او که کوچنی او پر هغوی باندې یې سختي راوسته، نو الله تعالی به هغه ته د عمل له جنسه سزا ورکړي چې تر سره کړی دی.