د احادیثو لړلیک

دین نصیحت دی
عربي الإنجليزية الأوردية
زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ
عربي الإنجليزية الأوردية
مونږ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم سره : په تنګلاسۍ او پراختیا، خوښۍ او ناخوښۍ، بیعت وکړ او دا چې په خپل ځان به - هغه- ته لومړیتوب ورکوو
عربي الإنجليزية الأوردية
ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه
عربي الإنجليزية الأوردية
دین نصیحت دی
عربي الإنجليزية الأوردية
یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه
عربي الإنجليزية الأوردية
هېڅ داسې یو بنده نشته چې الله تعالی د یو رعیت (چارې) ورترغاړې کړي، بیا مړ شي او په کومه ورځ چې مړ کیږي نو خپل رعیت لره غولوونکی وي، مګر دا چې الله تعالی به پرې جنت حرام کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې تاسو ته راشي په داسې حال کې چې تاسو ټول په یو سړي راغونډ شوي یاست، غواړي چې ستاسو منځ کې درز او تفرقه واچوي، او یا مو جماعت سره بیل کړي، نو ویې وژنئ
عربي الإنجليزية الأوردية
(زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ
عربي الإنجليزية الأوردية
داسې ځان غوښتونکي او چارې به وي چې تاسو یې نه خوښوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، ته موږ ته په څه امر کوې؟ هغه وفرمایل: تاسو به هغه حق ادا کوئ چې پر تاسو دی، او خپل حق به له الله جل جلاله څخه غواړئ
عربي الإنجليزية الأوردية
واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ،
عربي الإنجليزية الأوردية
داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم
عربي الإنجليزية الإندونيسية
قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي
عربي الإنجليزية الأوردية
بېشکه فتنې به راشي، خبر اوسئ! بیا به داسې فتنې راشي چې ناست به پکې له روان څخه غوره وي، او روان به پکې له منډه وهوونکي څخه غوره وي چې منډې وروهي،
عربي الإنجليزية الإندونيسية