عَنْ أَبِي رُقَيَّةَ تَمِيمِ بْنِ أَوْسٍ الدَّارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«الدِّينُ النَّصِيحَةُ» قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [الأربعون النووية: 7]
المزيــد ...
د ابو رقیه تمیم بن أَوْسٍ الدَّارِيِّ رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"دین نصیحت دی" مونږ وویل: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته".
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [الأربعون النووية - 7]
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې دین د اخلاص او رښتینولۍ پر بنسټ ولاړ دی، تر دې چې د الله له لوري لکه څنګه چې فرض شوی، په پوره ډول، بې له نېمګړتیا او دوکې کولو ادا شي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل شول چې: نصیحت چا ته وي؟ هغه وفرمایل: لومړی: نصیحت د الله سبحانه وتعالى لپاره، چې عمل ورته په اخلاص سره وکړو، شریک ورسره ونه نیسو، د هغه په ربوبیت، الوهيت، اسماء او صفاتو ایمان ولرو، د هغه امر لوی وبولو، او خلکو ته بلنه ورکړو چې ایمان پرې راوړي. دویم: د هغه د کتاب په اړه نصیحت چې قرآن کریم دی چې ایمان پرې ولرو او دا چې د الله جل جلاله كلام او د هغه وروستی کتاب دی، او دا چې دی د ټولو مخکېنیو شریعتونو لپاره ناسخ دی، او درناوی یې وکړو، او په حقه یې تلاوت کړو، محکم حکمونه یې عملي کړو او په متشابهو آیتونو یې ایمان ولرو، د تحریف کوونکو تاویلات یې رد کړو، له وعظونو څخه یې عبرت واخلو، علوم یې خپاره کړو او خلکو ته يې (د منلو) بلنه ورکړو. دریم: زموږ د رسول محمد صلی الله علیه وسلم په اړه نصیحت چې عقیده ولرو هغه د ټولو رسولانو وروستی دی او په هغه څه کې یې ریښتونی وګڼو چې موږ ته یې راوړي دي، امر یې عملي کړو او له هغه څه نه منع شو چې هغه ترې منع کړې ده، او دا چې د الله تعالی عبادت ونه کړو مګر په هغه طریقه چې هغه راوړې ده، حق یې لوی وګڼو، درناوی یې وکړو، بلنه یې خپره کړو، شریعت یې خپور کړو او د تورونو او تهمتونو پر وړاندې یې دفاع وکړو. څلورم: د مسلمانانو امامانو (واکمنانو) لپاره نصیحت چې په حق کې یې ملاتړ وشي، د واک پر سر ورسره شخړه ونه شي او دا چې د الله تعالی د اطاعت په چوکاټ کې یې اطاعت وشي او غوږ ورته ونیول شي. پنځم: د مسلمانانو لپاره نصیحت چې نیکي ورسره وشي او بلنه ورکړل شي، د ضرر مخنیوی ترې وشي او هغوی ته ښېګڼه رسول ښه وګڼل شي او په نیکۍ او تقوا کې ورسره مرسته کول.