عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ صَخْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْت رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم يَقُولُ:
«مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ، وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَافْعَلُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَثْرَةُ مَسَائِلِهِمْ، وَاخْتِلَافُهُمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ».
[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية: 9]
المزيــد ...
له ابو هریرة؛ عبد الرحمن بن صخر رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې:
"له څه شي نه مې چې ما منع کړي یاست؛ ځان ترې وساتئ، او په څه شي مې چې درته امر کړی، نو تر خپلې وسې یې عملي کړئ، بېشکه چې ستاسو څخه مخکني خلک (په دین کې) د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په اړه د خپلمنځي اختلافاتو له امله هلاک شوي دي".
[صحيح] -
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته څرګنده کړې ده چې کله هغه له کوم شي نه منع وکړي، نو پر موږ لازم دي چې له استثنا پرته ترې ځان وساتو، او کله چې هغه موږ ته د کوم شي امر وکړي، نو باید تر خپلې وسې یې ترسره کړو. بيا يې موږ ته خبرداری راکړ او موږ یې ووېرولو چې د تېرو امتونو په څېر نه شو، هغوی چې له خپلو پېغمبرانو ډېرې پوښتنې کولې او ورسره یې د هغوی مخالفت کاوه، نو الله جل جلاله په ډول ډول عذابونو او تباهۍ سره مجازات کړل، نو په کار ده چې موږ د هغوی په څېر نه شو، تر څو داسې هلاک نه شو لکه هغوی چې هلاک شوي دي.