عَنْ وَائِلٍ الْحَضْرَمِيِّ قَالَ: سَأَلَ سَلَمَةُ بْنُ يَزِيدَ الْجُعْفِيُّ رضي الله عنه رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ:
يَا نَبِيَّ اللهِ، أَرَأَيْتَ إِنْ قَامَتْ عَلَيْنَا أُمَرَاءُ يَسْأَلُونَا حَقَّهُمْ وَيَمْنَعُونَا حَقَّنَا، فَمَا تَأْمُرُنَا؟ فَأَعْرَضَ عَنْهُ، ثُمَّ سَأَلَهُ، فَأَعْرَضَ عَنْهُ، ثُمَّ سَأَلَهُ فِي الثَّانِيَةِ أَوْ فِي الثَّالِثَةِ، فَجَذَبَهُ الْأَشْعَثُ بْنُ قَيْسٍ، وَقَالَ: «اسْمَعُوا وَأَطِيعُوا، فَإِنَّمَا عَلَيْهِمْ مَا حُمِّلُوا، وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ».
المزيد
له وائل الحضرمي څخه روايت دی وايي چې: سلمه بن يزيد الجعفي رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ویې وییل:
اې د الله نبي، موږ ته خبر راکړه چې که چېرته پر موږ داسې حاکمان مقرر شي چې زموږ څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي خو موږ ته زموږ د حقونو له راکولو انکار کوي، نو ته موږ ته څه امر کوې؟ هغه ترې مخ واړاوه، بیا یې ترې پوښتنه وکړه، هغه ترې مخ واړاوه، هغه ترې بیا په دویم او یا دریم ځل پوښتنه وکړه، نو اشعث بن قیس راکش کړ، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي».