+ -

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ، وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ، إِلَّا أَعْطَاهُ اللهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثٍ: إِمَّا أَنْ تُعَجَّلَ لَهُ دَعْوَتُهُ، وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ، وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنَ السُّوءِ مِثْلَهَا» قَالُوا: إِذنْ نُكْثِرُ، قَالَ: «اللهُ أَكْثَرُ».

[صحيح] - [رواه أحمد] - [مسند أحمد: 11133]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«هېڅ داسې مسلمان نشته چې داسې دعا وکړي چې ګناه یا د خپلوانو پرېکون پکې نه وي، مګر دا چې الله تعالی به ورته درې شیان ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله شي، یا به یې الله تعالی ورته د آخرت لپاره ذخیره کړي، او یا به ترې د هغې په اندازه کوم شر دفع کړي، صحابه کرامو وویل: نو موږ به ډېرې دعاګانې کوو، هغه وفرمایل: الله ډېر (قبلوونكي او د ډېر خېر والا دی».

[صحيح] - [احمد روايت کړی دی] - [د امام احمد مسند - 11133]

تشریح

پېغمبر ﷺ خبر ورکوي چې کله یو مسلمان دعا وکړي او له الله تعالی څخه داسې څه ونه غواړي ګناه وي — د بېلګې په توګه چې ګناه او ظلم کول ورته اسان کړي، یا دا چې د خپلوۍ د پرېکون دعا وکړي — مثلا خپلو اولادونو یا خپلوانو ته ښېراوې وکړي — نو الله تعالی به خامخا د هغه په دعا سره یو له درې شیانو ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله کړي او هغه څه به ورکړي چې غوښتلي یې دي. او یا دا چې الله تعالی به یې ورته اجر د قیامت ورځې ته وروسته کړي، په مرتبې لوړلو، ترحم او د ګناهونو په بخښلو سره. او یا به ترې په دنیا کې د دعا په اندازه شر دفع کړي. صحابه کرامو نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: نو دعا به زیاته کوو؛ تر څو لدې فضیلتونو څخه یو تر لاسه کړو. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څه چې د الله سره دي زیات او لوی دي له هغه څه نه چې تاسو یې ترې غواړئ، د هغه وړکړه خلاصی او پای نه لري.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مسلمان دعا قبلېږي او نه مستردېږي، خو چې په شرطونو او ادابو برابره وي، نو بنده ته په کار ده چې زیاته دعا وکړي او د قبلېدو لپاره یې بې صبري ونه کړي.
  2. د دعا قبلېدل یوازې د غوښتنې د ترلاسه کولو پورې محدود نه دي؛ ځکه کېدای شي په دعا سره یې ګناهونه وبخښي او یا یې ورته (اجر او ثواب) په آخرت کې ذخیره کړي.
  3. ابن باز ویلي: (په دعا کې) ټینګار کول، پر الله تعالی ښه ګمان درلودل او هېڅکله نه ناهیلی کېدل د دعا د قبلېدو له لویو لاملونو څخه دي، نو هر انسان باید په دعا کې اصرار ولري (ډېرې زارۍ وکړي) او پر الله تعالی نېک ګمان وکړي، او پوه شي چې الله حکیم او پوه ذات دی، نو کېدای شي د حکمت له مخې یې دعا ژر قبوله کړي، او یا یې د حکمت له مخې وځنډوي، او یا سوال کوونکي ته له هغه څه غوره ورکړي چې ده یې غوښتنه کړی وي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه