د احادیثو لړلیک

هېڅ داسې مسلمان نشته چې داسې دعا وکړي چې ګناه یا د خپلوانو پرېکون پکې نه وي، مګر دا چې الله تعالی به ورته درې شیان ورکړي: یا خو به یې دعا ژر قبوله شي، یا به یې الله تعالی ورته د آخرت لپاره ذخیره کړي، او یا به ترې د هغې په اندازه کوم شر دفع کړي، صحابه کرامو وویل: نو موږ به ډېرې دعاګانې کوو، هغه وفرمایل: الله ډېر (قبلوونكي او د ډېر خېر والا دی
عربي انګلیسي اردو
بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي
عربي انګلیسي اردو
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دعاګانو کې جامعې او لنډې خو اغېزمنې دعاګانې غوره ګڼلې او له دې پرته به یې نورې پرېښودلې
عربي انګلیسي اردو
تاسې کې دې هېڅوک داسې نه وایي چې: "اې الله! که خوښه دې وي نو بښنه راته وکړه؛ که خوښه دې وي رحم راباندې وکړه؛ که خوښه دې وي رزق راکړه"، بلکې خپله غوښتنه باید په ټینګه وکړي، ځکه الله تعالی هغه څه کوي چې هغه یې غواړي، هېڅوک یې مجبورولی نشي
عربي انګلیسي اردو