عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ:
كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْتَحِبُّ الْجَوَامِعَ مِنَ الدُّعَاءِ، وَيَدَعُ مَا سِوَى ذَلِكَ.

[صحيح] - [رواه أبو داود وأحمد] - [سنن أبي داود: 1482]
المزيــد ...

له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دعاګانو کې جامعې او لنډې خو اغېزمنې دعاګانې غوره ګڼلې او له دې پرته به یې نورې پرېښودلې.

[صحيح دی] - [ابو داود او احمد روايت کړی دی] - [سنن ابو داود - 1482]

تشریح

د نبي صلی الله علیه وسلم به هغه دعاوې خوښېدې چې د دنیا او آخرت خیر پکې یو ځای شوی وي، الفاظ یې لږ وي خو معنی یې ډېره وي، او د الله تعالی ثناء (ستاېنه) او نېکې غوښتنې پکې وي، او نورې خبرې پکې نه وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دعا کولو لپاره لږ خو له خېر څخه ډک الفاظ غوره کول مستحب دي، او د ډېرو جوړو شوو، تکلفي او پېچلو الفاظو کارول ناخوښ ګڼل شوي دي، ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقي (سنت) څخه مخالف عمل دی.
  2. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په جوامع الکلم ( ډېرو معنا لرونکو خبرو) ځانګړتیا ورکړل شوې وه.
  3. د هغو دعاوو پيروي کول چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي، که څه هم اوږدې وي او ډېر الفاظ ولري، ځکه دا ټولې د خیر جامعې (شاملې) دعاګانې دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (43)