عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«أَلْحِقُوا الفَرَائِضَ بِأَهْلِهَا، فَمَا بَقِيَ فَلِأَوْلَى رَجُلٍ ذَكَرٍ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6737]
المزيــد ...

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«واجبې (برخې) خپلو حقدارانو ته ورکړئ، څه چې پاتې شول هغه نارینه ته یې ورکړئ چې نږدې خپل وي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6737]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم هغو کسانو ته چې د میراث وېش سمبالوي امر کوي، چې میراث په عدالت او د شریعت سره سم ووېشي لکه څنګه چې الله تعالی غوښتلی، د فرض حق لرونکو ته باید د الله د کتاب په اساس خپلې برخې ورکړل شي، چې دوه پر درېیمه، درېیمه، شپږمه، نیمه، څلورمه اتمه دي، څه چې پاتې شي، هغه د مړي نېږدې خپلوان نارینه ته ورکول کېږي، چې عصبه ورته ویل کېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دغه حدیث د میراث وېش په اړه یوه اساسي قاعده ده.
  2. د میراث وېش د واجبو برخو له حق لرونکو څخه پیل کېږي.
  3. څه چې له واجب برخو پاتې شول عصبه (د مړي نږدې نارینه خپلوانو) ته ورکول کېږي.
  4. لومړیتوب د نېږدې خپلوانو دی، نو لرې عصبه لکه تره د نېږدې عصبه لکه پلار په شتون کې میراث نه لري.
  5. که د میراث ټولې برخې واجبو حق لرونکو ته ورکړل شي، نو عصبه وو ته هېڅ نه پاتې کېږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (46)
نور