+ -

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ» فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الحَمْوَ؟ قَالَ: «الحَمْوُ المَوْتُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5232]
المزيــد ...

له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ» فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الحَمْوَ؟ قَالَ: «الحَمْوُ المَوْتُ». « بېګانه ښځو ته له ورتللو ډډه وکړئ» نو یوه انصاري وویل: اې د الله رسوله! د خاوند د خپلوانو په اړه خبر راکړه، هغه وویل: «د خاوند خپلوان مرګ دی».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 5232]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم له پرديو ښځو سره له اختلاط نه منع كړې او فرمايلي یې دي: پر ځانونو ووېرېږئ کله چې تاسو پردیو ښځو ته ورننوځئ او یا پردۍ ښځې ستاسو کورونو ته درننوځي.
نو يو انصاري وويل: د خاوند د خپلوانو په اړه خبر راکړه؟ لکه د مېړه ورور، وراره، تره، د تره زوی، د خور زوی او داسې نور، چې د ښځې نکاح ورسره کېږي که چېرته یې نکاح نه وای شوې؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له هغه څخه داسې ووېرېږئ لکه څنګه چې له مرګ نه وېرېږئ! ځکه چې له خسر خېلو سره يوازېتوب په دين کې د فتنې او هلاکت سبب ګرځي، نو د مېړه له پلار او زامنو پرته نور بېګانه خپلوان خو په طریقه اولی سره منع دي؛ ځکه چې د خاوند له خپلوانو سره يوازېتوب د بل چا په پرتله ډېر پېښېږي، او د نورو په پرتله ترې د بدۍ تمه ډېره کېږي او په فتنه کې د ښکېل کېدلو احتمال ډېر دی، ځکه چې په اسانۍ سره ورتللی شي او کولی شي له کوم اعتراض پرته ورسره یوازیتوب ولري، او دا چې چاره ترې نشته او مخنیوی یې ناشونی دی، ځکه چې د دود له مخې خلک پدې اړه سختي نه کوي، نو یو سړی د خپلې ورېندار سره ګوښه کیني، چې دا د فساد له اړخه د مرګ سره ورته والی لري، د بېګانه سړي برعکس چې له هغه نه خو بېخي ډډه کول په کار دي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په بدکارۍ کې د ښکېل کېدو د مخنیوي په موخه بېګانه ښځو ته له ورتللو او هغوی سره له ګوښه مجلس کولو څخه ممانعت.
  2. دا د غیر محرم لپاره عمومي دی، لکه د مېړه ورور او خپلوان چې د ښځې محرم نه دي، او دا باید په پام کې ونیول شي چې مراد ترې هغه ورتګ دی چې ګوښه والی په کې کېږي.
  3. له هغو ځایونو ډډه کول چې پښه پکې خویږي، له دې وېرې چې له شر سره مخ نه شي.
  4. نووي رحمه الله وايي: د ژبې پوهانو په دې خبره اتفاق کړی چې د (الأحماء) څخه مراد د ښځې د مېړه خپلوان دي لکه د هغه پلار، تره، ورور، وراره، د تره زوی او داسې نور او دا چې (الأًختان) د ښځي خپلوانو ته ویل کیږي او (الأصهار) د ښځي او خاوند دواړو خپلوانو ته ویل کېږی.
  5. د مېړه خپلوان یې له مرګ سره تشبیه کړل، پدې اړه ابن حجر رحمه الله فرمايي: عرب چې له څه شي کرکه لري نو مرګ یې بولي، د تشبیه لامل یې دا دی چې پدې کې د دین مړینه ده که چېرته ګناه واقع شوه او د ګوښه کېدونکی مرګ دی پکې، ځکه چې ګناه واقع شوه نو رجم کیږي، او همدا رنګه د ښځې لپاره بربادي ده چې خاوند یې د غیرت له امله طلاقوي او له خپل خاوند څخه جلا کېږی.