+ -

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ: خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي أَضْحَى أَوْ فِطْرٍ إِلَى المُصَلَّى، فَمَرَّ عَلَى النِّسَاءِ، فَقَالَ:
«يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 304]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوی او یا کوچني اختر کې عیدګاه ته راووت، نو د ښځو تر څنګ تېر شو او ویې ویل:
«يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا». «اې د ښځو ټولیه! صدقه ورکړئ ځکه چې د دوزخ زیاتره خاوندان ماته تاسو راوښودل شوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، د کوم کار له امله؟ ویې ویېل: تاسو ډېر لعنت وایئ، او د خپلو خاوندانو ناشکري کوئ، ما هېڅکله ستاسو په څېر بل څوک د عقل او دین له اړخه نېمګړي نه دي لېدلي چې یو هوښیار سړی له عقل نه خلاص کړي»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! پدې کې زمونږ د دین او عقل څه نېمګړتیا ده؟ هغه وویل: "ایا د یوې ښځې شاهدي د نارینه د نیمایي شاهدۍ سره برابره نه ده؟" هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: « دا یې د عقل نیمګړتیا ده. آیا داسې نه ده چې کله پرې حیض راشي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي؟ هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: "دا یې د دین له نیمګړتیا څخه ده".

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 304]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر په ورځ عیدګاه ته راووت، په داسې حال کې چې د ښځینه وو سره یې ژمنه کړې وه چې یوازې به دوی ته خطبه ورکوي، نو ژمنه یې په دې ورځ پوره کړه او ویې ویل: اې د ښځو ډلې صدقه ورکړئ او ډېر استغفار وایئ؛ دا دواړه د ګناهونو د له منځه وړلو له سترو اسبابو څخه دي، ځکه چې د اِسرا په شپې ما تاسو د دوزخیانو اکثریت ولیدئ.
نو له دوی څخه یوې عقلمندې، د نظر خاوندې او هوښیارې ښځې وویل: اې د الله رسوله! ولې د دوزخیانو اکثریت موږ یو؟
هغه وفرمایل: د څو کارونو له امله: دا چې زیات لعنت او سپکې سپورې وایئ او د خاوند حق نه منئ. بيا يې د هغوى ځینې ځانګړتیاوې په دې وینا سره بیان کړې چې: ما ستاسو په څېر د عقل او دین له اړخه نیمګړې نه دي لیدلی چې د یو عاقل سړي عقل، حزم او اراده ترې واخلئ او بې واکه یې کړئ.
هغې وویل: اېی د الله رسوله! د عقل او دین نیمګړتیا څه ده؟
هغه وفرمایل: د عقل نېمګړتیا دا ده چې د دوو ښځو شاهدي د یو سړي له شاهدۍ سره برابره ده؛ نو دا د عقل نقصان شو، او د دین نېمګړتیا یې نیمګړي نیک عملونه دي چې د حېض له امله په شپو او ورځو بې لمانځه تېروي، او د حېض له امله په رمضان کې روژې خوري، نو دا یې د دین نېمګړتیا ده، خو پدې نېمګړتیاوو سره هغوی نه ملامتېږي او نه پرې نیول کېږي؛ ځکه چې دوی همداسې پيدا شوي دي، لکه څنګه انسان په فطري توګه داسې پیدا شوی چې د مال سره مینه لري او په چارو کې بیړه کوي او ناپوهه دی... او داسې نور، نو خلک یې دې ته متوجه کړل چې څوک پرې ونه غولېږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. عیدګاه ته د ښځو وتل، او په ځانګړې توګه هغوي ته وعظ کول مستحب دي.
  2. د خاوند ناشکري او زیات لعنت ویل له کبیره ګناهونو څخه دي؛ ځکه په اور سره ګواښ د کبیره ګناه نښه ده.
  3. حدیث په دې لالت کوي چې ایمان زیاتېږي او کمېږي، نو د چا عبادت چې زیات شو ایمان او دین یې زیاتېږي، او د چا عبادت چې لږ شو دین یې نېمګړی کېږي.
  4. نووي فرمایلي: عقل زیاتېدل او کمېدل مني، همدا رنګه ایمان هم دی، پدې حدیث کې د ښځو له نېمګړتیا څخه موخه دا نده چې په دې سره هغوی ملامتې وګڼل شي؛ ځکه چې دا د هغوی اصل خلقت دی، خو دېته پام را اړول پدې موخه دي چې خلک پرې دوکه نه شي، لدې امله په عذاب سره ګواښ د دوی د ناشکرۍ او لعنت ویلو له امله شوی، نه د خلقتي نېمګړتیا له امله، د دین نقصان یوازې په هغه څه پورې محدود نه دی چې د ګناه لامل ګرځي، بلکې له دې څخه ډېر عام دی.
  5. حدیث پدې دلیل دی چې کله څوک پر یو څه پوه نه شي نو زده کوونکی او هغه چې پیرو وي باید د پوهېدو لپاره (ښوونکي ته) بېرته مراجعه وکړي.
  6. په دې کې په دې دلیل دی چې د یوې ښځې شاهدي د نارینه وو نیمایي ده، ځکه چې کنترول یې لږ دی.
  7. ابن حجر د دې وینا په اړه وایي: "ما رأيت من ناقصات... إلخ": ماته داسې ښکاري چې دا یو لامل دی چې ولې دوی د دوزخ ډېری اوسیدونکي دي؛ ځکه چې کله دوی د یو هوښیار سړي د عقل د زوال لامل وګرځي او بیا داسې یو څه وکړي یا ووایي چې نه ښایي، نو پدې سره یې په ګناه کې شریکې دي او نوره اضافي ګناه یې هم کېږي.
  8. د حیض پر مهال د ښځې لپاره لمونځ او روژه حرام دي، همدارنګه د (نفاس) د زېږون د وینې پر مهال، چې بیا کله پاکه شي نو یوازې قضایي روژې به نیسي.
  9. د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره اخلاق چې د ښځو پوښتنې یې له تاوتریخوالي او ملامتۍ پرته ځواب کړې.
  10. ابن حجر وايي: صدقه د عذاب مخه نیسي او کله د مخلوقاتو د ګناهونو کفاره هم ګرځي.
  11. نووي فرمايي: په ښځو کې د دین نقصان د حيض پرمهال د لمانځه او روژې د پرېښودو له امله وي؛ او یقینا چې د چا چې عبادت زيات شي د هغه ايمان او دين هم زياتېږي او د چا چې عبادت کم شي د هغه په ​​دين کې هم کموالى راځي، بیا کېدی شي د دین نقصان داسې وي چې له امله یې انسان ګناهکار شي لکه څوک چې لمونځ، روژه او داسې نور واجب عبادتونه له عذر پرته پرېږدي، او کېدی شي نقصان داسې وي چې انسان پرې نه ګناهکارېږي لکه څوک چې جمعې لمونځ، جګړه (جهاد) او داسې کارونه چې پرې فرض نه وي پرېږدي، او کېدی شي داسې وي چې هغه پرې مکلف وي لکه د حائضې مېرمنې لپاره د لمونځ او روژې پرېښودل.
نور