عن أُمِّ عَطِيَّةَ رَضي الله عنها، وكَانَتْ بايَعَت النبيَّ صلى الله عليه وسلم، قالت:
كُنَّا لا نَعُدّ الكُدرَةَ والصُّفْرَةَ بعدَ الطُّهرِ شيئًا.

[صحيح] - [رواه أبو داود بهذا اللفظ، ورواه البخاري بدون زيادة (بعد الطهر)] - [سنن أبي داود: 307]
المزيــد ...

له أم عطیة رضي الله عنها څخه روایت دی او دا هغه مېرمن وه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بیعت کړی و، فرمایي:
موږ به له (حېض څخه د پاکوالي نه وروسته) خړوالي او زیړوالي (خړو او زیړو اوبو) ته نه لېدل (یعنې لمونځ به مو ورسره کاوه).

[صحيح دی] - [ابو داود په دې لفظ روایت کړی او البخاري د ( بعد الطهر ) له زیادت پرته روایت کړی] - [سنن ابو داود - 307]

تشریح

له ام عطیه رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به ښځو له حېض څخه د پاکوالي نه وروسته له شرمګاه نه وتونکو هغو اوبو ته پام نه کاوه چې تور رنګې یا زېړ رنګې به وې، او له امله به یې لمونځ یا روژه نه پرېښوده.

د حديث له ګټو څخه

  1. هغه اوبه چې د ښځې له شرمګاه نه - له حیض څخه د پاکوالي نه وروسته راوځي - حېض نه ګڼل کیږي، که څه هم له وینې څخه د اغېزمنتیا له امله خړوالی یا زیړوالی ولري.
  2. د حېض پر مهال خړې یا زیړې اوبه حېض ګڼل کیږي؛ ځکه هغه په خپل وخت کې وینه ده، یوازې توپير یې دا دی چې وینه له اوبو سره ګډه وي.
  3. له پاکوالي څخه وروسته به ښځه د خړو یا زیړو اوبو له امله لمونځ او روژه نه پرېږدي، بلکې اودس او لمونځ به کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)