عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤمنين رضي الله عنها أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ أَبِي حُبَيْشٍ سَأَلَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَتْ:
إِنِّي أُسْتَحَاضُ فَلاَ أَطْهُرُ، أَفَأَدَعُ الصَّلاَةَ؟ فَقَالَ: «لَا، إِنَّ ذَلِكِ عِرْقٌ، وَلَكِنْ دَعِي الصَّلاَةَ قَدْرَ الأَيَّامِ الَّتِي كُنْتِ تَحِيضِينَ فِيهَا، ثُمَّ اغْتَسِلِي وَصَلِّي».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 325]
المزيــد ...

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې فاطمه بنت أبی حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل:
زه چې حيض شم نه پاکیږم، نو آیا لمونځ پرېږدم؟ هغه وفرمایل: «نه، هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 325]

تشریح

فاطمه بنت حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل: زما وینه نه دریږي او همداسې جاري وي تر دې چې د حيض نېټه هم تېره شي، نو آیا حکم یې د حيض حکم دی چې لمونځ پرېږدم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هغه د استحاضې وینه ده چې په حقیقت کې د ناروغۍ وینه ده او په رحم کې د یو رګ د پرې کېدو له امله رامنځته کېږي او د حېض وینه نه ده. نو کله چې د حیض وخت راشي چې ته به پکې د میاشتني عادت له مخې حیض کېدلې مخکې لدې چې دا ناروغي درته پیدا شي، نو لمونځ، روژه او هر هغه کار پرېږده چې حیض لرونکي ترې د حېض پر مهال منع شوي دي. او کله چې د هغه نیټې په اندازه وخت پای ته ورسیږي، نو ته به له حېض څخه پاکه شوې یې، نو د وینې ځای ومینځه، بیا دې ټول ځان په بشپړه توګه ووینځه چې بې اودسي درڅخه لاړه شي، بیا لمونځ وکړه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د حیض د پای ته رسېدو پر مهال د ښځې لپاره غسل کول واجب دي.
  2. په مستحاضې لمونځ واجب دی.
  3. حیض: طبیعي وینه ده چې رحم یې د بالغې ښځې د شرمګاه له لارې وباسې، چې په معلومه نیټه کې پرې راځي.
  4. استحاضه: د رحم له لاندې برخې څخه بې وخته د وینې له راتګ څخه عبارت ده او دا چې وینه د رحم له بېخ (منځ) څخه نه راوځي.
  5. د حیض او استحاضې د وینو تر منځ توپیر: د حېض وینه توره او بدبویه وي، او د استحاضې وینه سره او نرۍ وي او هېڅ بد بویي نه لري.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (55)